امنیت

په کونړکې د ماين د چاودنې له امله دوه تنه ووژل شول

اسعدآبادباختر دوږي دمياشتې ١٩  نيټه  :
په کونړ ولايت کې د ماين د چاودنې له امله د يوه ماشوم په ګډون دوه تنه ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
د دغو ملکي وګړو د سپرلۍ موټر پرون ناوخته د دانګام ولسوالۍ بازار ته څېرمه  په واټ کې په ښخ کړاى شوي ماين وخوت.
د هېواد په لويديځ کې د پوليسو يوه جګپوړي قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغې چاونې له امله يو ماشوم او يو سړى ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
پاى سعيده ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته