اقتصاد

جمهوررئیس غني: د چاپیریال، ځنګلونو، څړځایونو او طبیعي پانګوساتنه باید د ښوونې او روزنې او دولت له عمده موخوڅخه وي

کابل باختر د وري پنځمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د اماني لېسې په انګړ کې د یوه نیالګی په ايښودلو سره د پلازمېنې زون اړونده سیمو کې د سولې ونې ترسرلیک لاندې د نیالګیود ايښودلو کمپاین په رسمي ډول پرانیست.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
د پلازمېنې زون د پراختیا ادارې له لوري په دې مناسبت  جوړو شویو مراسمو کې چې د هیواد د لومړۍ مېرمن ترڅنګ یو شمېر دولتي اراکینو هم حضور درلود، جمهوررئیس د وینا پرمهال د نوي کال د مبارکۍ ترڅنګ وویل، په تېروکلونو کې پر ځاني او مالي زیانونو سربېره ځنګلونه هم سخت زیانمن شوي دي.
جمهوررئیس په ټینګار سره وویل، د چاپیریال شینوالی، د ځنګلونو احیا، د څړځایونو او طبیعي پانګوساتنه باید زموږ د ښوونې او روزنې او په تيره بيا د دولت له عمده موخو څخه وي. هغه زیاته کړه، دا یوازې د کرنې وزارت دنده نه ده، ټولې دولتي ادارې باید په دې کې برخه واخلي.
د هیواد جمهوررئیس د پلازمېنې زون پراختیا ادارې له مسوولینو څخه د دغه مهم پروګرام د پیلولو او په دې لوی اشر کې د برخې اخیستلو له امله مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې د نیالګیو ايښودلو دغه پروګرام د هیواد ټولو ۳۴ ولایتونو ته وغځېږي.
جمهوررئیس د پوهنې اولوړو زده کړو وزیرانو ته په شنو سیمو د ښوونځيو او پوهنتونونو د بدلولو لارښوونه وکړه او وې ویل، د هر نیالګي ايښودل د چاپیریال او هوا پاکوالي په برخه کې لوی ګام او د نیالګیوکرل او پالنه دواړه مهم دي.
محمداشرف غني سږنیو اورښتونو ته په اشارې وویل، سږکال ډېر اورښتونه شوي اوضرور ده چې له خپلو اوبو څخه اغيزمنه استفاده او د ځمکو ابادۍ ته اساسي توجه وکړو.
هغه زیاته کړه، د کرنیزو ځمکو ابادولو او خړوبولو ته اساسي پاملرنه زموږ لومړیتوب دی. په  ځینو برخو کې به شپږ سوه او ځینو کې سل او دوه سوه کاله وروسته ځمکې خړوب او د استفادې وړ وګرځي.
د پلازمېنې زون پراختیا ادارې رئیس عبدالسمیع ستانکزي جمهوررئیس ته د ښه رغلاست پرمهال وویل، د نیالګیو ايښودلو پروګرام کې د زده کوونکو او ځوانانو د ونډې اخیستلو لپاره ښوونځي هم زموږ په سږني پروګرام کې شامل دي.
نوموړي وویل، سږکال د سل زره نیالګيو ايښودلو پلان لرو چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به دا شمېر یو میلیون  نیالګیو ته ورسېږي او په دې برخه کې د سوداګرو په ګډون د بېلابېلو قشرونو همکاري له ځانه سره لرو.#پاى- فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته