جلال آباد/ باختر/دغبرګولي دمياشتې٢٢مه
د ننګرهار ولايت په لعل پورې ولسوالۍ کې نن د سولې جام ترنامه لاندې دکرکټ سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې ٢٢ ټيمونه ګډون لري.
د ننګرهار د کرکټ بورد يوه مسوول دباختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو سياليو د ترسره کولو موخه د ځوانانو ترمنځ د دغه ورزش وده او د ورزشکارانو د سوله غوښتنې غږ پورته کول دي .
دغه سيالۍ به يوه مياشت دوام وکړي.
پاى سعيده ذ