کابل باختر د وږي ۲۱
په داسی حال کې چې د ننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې د قهر سیلاب عملیات پآی ته ورسیدل پوځي مقامات وایی چې ددغو عملیاتو تر څنګ یی ډار اچوونکو ته د سر زیان اړولی او څو کلي یی د ډاراچوونکو له شتون څخه پاک کړي دي .
دغه عملیات درې ورځې مخکې د ملي اردو ،پولیسو او ملي امنیت د سلګونو پوځیانو په ګډون پیل او پرون پای ته ورسیدل.
د هېواد په ختیځ کې د ملي اردو یوه قوماندان د باختر اژانس خبر یال ته وویل چې په دغو عملیاتو کې لس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده دغه راز وویل چې پوځیان په دغو عملیاتو کې د طالبانو له شتون څخه د نری ، اوبه ، غاز وال ، هجرت او د غلام ډاک د کلیو په پاکولو بریالي شول .
د رارسیدلو خبرونو له مخې، پوځیانو دغه راز ددغو عملیاتو په بهیر کې د طالبانو په سلګونو جنګي وسایل تر لاسه او ددوی څو مرکزونه یی له منځه یوړل .سعیده
2 1 دقیقه لوستل