کابل باختر دليندي څليرويشتمه
په لوګر ولايت کې د هاوان د ماين د لګيدو له امله دښوونځي دوه تنه ماشومان شهيدان او اته تنه نور ټپيان شول .
پرون دلوګر ولايت دبره کي برک ولسوالۍ په بېلابېلو سيموکې د هاوان درې ماينونه ولګيدل چې يو يې ددغې ولسوالۍ د زقوم خيلو دکلي دمنځني ښوونځي په انګړکې وچاوديد چې له امله يې دوه څلورکلن او دولس کلن ماشومان چې دفوټبال په لوبې بوخت وو؛ شهيدان شول .
دغازي امين الله خان دمنځني ښوونځي سرښوونکي عبدالحميد باخترآژانس ته وويل چې په دې پيښه کې ددغه ښوونځي اته تنه نور زده کوونکي ټپيان شول.
دبره کي برک د ولسوال محمد رحيم امين دڅرګندونو له مخې: يوتوغول شوي ماين د استوګنې په يوه کور ولګيدچې په بشپړه توګه دهغه دويجاړتيا سبب شو خو د سر د زيان يې نه درلود.
دويم ماين په يوه نا استوګنه ساحه کې او دريم يې دغازي امين الله خان د منځني ښوونځي په انګرکې لګيدلى دى .
1 1 دقیقه لوستل