روغتیا

د اتاترک ملي روغتون ٢٠٠ بستريز ته لوړ کړاى شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢١
اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن د اتاترک د ماشومانو د ملي روغتون د پرانستلو په مراسموکې چې ٢٠٠ بستريزته لوړ کړاى شو؛ وويل چې د روغتيا په برخه کې پانګونه د هېواد د خلکو په سلامتيا پانګونه ده .
د اتاترک د ماشومانو ملي روغتون مخکې له دې د سلو بسترو په ظرفيت او په ناڅيزو امکاناتو سره د ماشومانو د درملنې په لاره کې فعاليت کاوه او د ترکيې هېواد په مالي او تخنيکي مرستې سره پراخ او سمبال شو.
دباختر آژانس د خبريال دخبرله مخې :
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت د اتاترک د ملي روغتون په انګړ کې جوړه شوې وه؛ اجراييه رييس ډاکترعبدالله عبدالله دهېواد دماشومانو د روغتيا په برخه کې دترکيې د دولت د دغې مرستې له امله قدرداني وکړه او د ترکيې او افغانستان ترمنځ د دوستۍ له لرغونتيا سره اړيکې ونيولې او څرګنده يې کړه: زموږ له خلکو سره د دوست هېواد ترکيې مرستې يوازې د روغتيا په برخې پورې نه منحصر کيږي بلکې د ترکيې د دولت له خوا زموږ له خلکو سره په زياتو برخوکې مرستې شوې دي.
ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه: د روغتيا په برخه کې پانګونه د هېواد په راتلونکي او زموږ د خلکو په سلامتيا پانګونه ده او دولت هڅه او هاند کوي چې په ټولو دولتي روغتونونوکې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول ښه والى ومومي.
په دې غونډه کې د عامي روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز وويل چې ددغه روغتون پراختيا او سمبالول د هغو ژمنو يوه برخه ده چې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو د ښه والي په لاره کې شوې وې .
ډاکتر فيروز زياته کړه: دغه روغتون دبيارغاونې او پراختيا ترڅنګ د اکسيجن او تهويې سيستم، د عملياتو خون، د جدي څارنو خونې او د مرکز ګرمۍ سيستم يې هم معياري شوې دي.
ده وويل چې د دغه روغتون په پراختيا، بيا جوړولو او سمبالولوکې دترکيې د مرستې کابو ٦٥٠ زره امريکايي ډالره د دغه هېواد پرمختيايي ادارې يا (تيکا) له لارى لګول شوي دي.
دعامې روغتيا وزير يادونه وکړه چې په کابل کې د روغتونونو ودانۍ زياته لرغونتيا لري او زياتره ودانۍ دناروغانو لپاره کافي ظرفيت نه لري او د بودجې کمښت په دغه وزارت دمعياري روغتيايي دخدمتونو د وړاندې کولو په لاره کې له چلنجونو سره مخامخ کړى دى.
په دې غونده د تيکا موسسې رييس وويل چې يو امبولانس يې هم دغه روغتون ته پيرودلى دى او په اداري، د بريښنا د سيستم او د روغتون د ساتنې او څارنې په برخو کې يې هم يو لړ مرستې کړې دي.
په دې غونډه په کابل کې د ترکيې سفير هم خبرې وکړې او د افغانستان له خلکو سره په تېره بيا د روغتيا په برخه کې يې دخپل هيواد د همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته