فرهنګ

د ځوانانو په نامه دروان کال دنومولو په خاطر هرکلى وشو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ١٢ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دځوانانو د چارو معينيت په همکارۍ  داميد افغانستان دنسل سازمان نن له  ١٣٩٦ کال څخه چې دځوانانو دکال په نامه نومول شوى دى  ديوې غونډې په ترڅ کې هرکلى وشو.
دباخترآژانس دخبرله مخې :  په دې غونډه کې  چې دافغانستان دملي تياتر په تالار کې جوړه شوه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو معين ډاکتر کمال سادات  له جمهوررئيس څخه دځوانانو په نامه دسږکال دنومولو په خاطر مننه وکړه او زياته يې کړه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دځوانانو دچارو معينيت يوه پنځلس کلنه ستراتيژي  جوړه کړې ده  چې دهغې له مخې دغه معينيت  په بيلابيلو برخو کې  له  ځوانانو سره همکاري کوي.
ده دغه راز  زياته کړه : هيله لرو  د ١٣٩٦ کال ځوانانو ته دحرکت ، پرمختګ  او
بدلون کال وي.
داميد افغانستان دنسل سازمان رئيس حميدسالنګي ددغې غوڼدې د جوړولو  هدف ځوانانو ته داميدواري دانګيزې  ورکول وبلل  او زياته يې کړه  چې ځوانان بايدپه دې کال کې زيات تحرکات وښيي اوله روان کال څخه زياته استفاده وکړي.
په دې غونډه کې  يوشمير ځوانانو ، دپوهنتون يوشمير محصلانو او دمدني ټولنې غړو ګډون کړى وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته