سیاست

يوناما: د افغا نستان په سلوکې ٩٨ خلک د ملکي وګړو د وژنې عاملين طالبان بو لى

١٠-کابلباختر دچنګاښ١٠ مـــــــــــــه
په کابل کې د ملګرو ملتو دسا زمان د نماينده يا يو نا ما دفتر وايي :
د افغا نستان په سلو کې اته نوي خلک په هيواد کې د ملکي وګړو د وژل کيدو عاملين طالبان بو لى
په کابل کې د ملګرو ملتو دسا زمان سياسي دفتر يا يو ناما د پنجشنبې په ورځ اعلام وکړ: نوى سر وي ښيې چې د افغا نستان په سلو کې اته نوي خلک باور لري چې طالبان د ملکي و ګړو د وژل کيدو عاملين دي .
يو ناما ددغه حالت له ا مله  د انديښنې دڅرګندولو په ترڅ کې څرګنده کړې ده چې يوا زى په يوه اوونۍ کې دوه سوه څوارلس تنه افغان ملکي و ګړي دطالبانو په بريدو نوکې وژل شوي دي
په دې موده کې طالبانو څه ناڅه شپږ څلويښت ځلي په عا مو سيمو او عمومي لارو کې ماينو نه ايښې اويا يي بريدو نه کړي دي  په کابل کې ديو ناما ويا ندې ډا کترې نيلاب مبارز ددغه حالت له ا مله د انديښنې په ترڅ کې وويل: وروستې پيښې څرګندوي چې طالبان په خپلو ژمنو ولاړ نه دي
يو ناما په داسي حال کې په هيواد کې دملکي وګړو دسر د زيان د زيا توالى خبري کوي چې طالبانو دروان کال له پيل څخه دالفاروق په نا مه عمليات پيل کړي دي
دغه عمليات زيا تره په واټ کې د ماينو نو په ايښودلو په دولتي ، اقتصادي او تفريحي تاسيسا تو په ډله ييزو بريدونو ، ځانمرګو بريدونو اوانسان تښتونې په ډول ترسره شوي چې  دسر زيا تره زيان او مالي تا وان ملکي وګړو زغملى دي
سازمانونو پخوا ويلي وو چې طالبان په سلو کې داته اويا ملکي وګړو د وژل کيدو عاملين دي چې د٢٠١١ کال په بهير کې په افغانستان کې وژل شوي دي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته