امنیت

په پکتیا کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته

ګردیز/ باختر/ د غويي د میاشتې ۲۵ مه
د پکتیا ولایت د احمد ابا ولسوالۍ د مچلغو بند په سیمه کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ نښته وشوه چې پر مهال یې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ځايي چارواکي وايي چې تېره شپه وسله والو طالبانو د مچلغو بند پر امنیتي پوسته ډله ېیز برید وکړ چې د افغان ځواکونو له خوا بېرته په شاه وتمبول شو.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند سردار ولي تبسم د باختر اژانس سیمه ېیز خبریال ته وویل چې په دې نښته کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نور یې ټپيان شوي دي.
ویل کېږي په دې نښته کې یو تن پولیس هم شهید شوی او دوه تنه نور یې ټپیان شوي دي چې روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته