اقتصاد

دعينکو دمسوکان مقدماتي کارونه دوام لري

کابل باختردوږي دمياشتې ٢٠ :
په داسې حال کې  چې ځينې خبرځايونه وايي: دعينکو دمسو دکان چېنايي کارکوونکې دامنيتي دليلونو له مخې له افغانستان څخه وتلي دي.
دکانونو وزارت خبرځايونو تائيد کړه چې  چېنايانو دعينکو دمسو دکان کار نه دي تائيدکړي بلکې خپلو دوبنيو رخصتيو ته تللي وو چې اوس خپل کار له سره پيل کړي دي.
دکانونو وزارت  ويندوى جواد عمر دباختراژانس  له خبريال سره په خبرو کې وويل: يوشمير چېنايي کارکوونکې چې په دغه کان کې کار کوي دروژې په مبارکه مياشت کې دوبنيو رخصتيو ته تللي وو. خوله بده مرغه په مطبوعاتو کې  ددوى دغه سفر په بل ډول منعکس شو اوددوى دغه سفر ته له ناامنيو سرپه ارتباط ورکړي شوي دي.
په  داسې حال کې چې هغوى درخصتي له تيرولو وروسته بيرته افغانستان ته راستانه شوي دي اوخپل کاريې له سره پيل کړي دي  اودعينکو دمسوکان په کاري بهيرکې هيڅ راز نيمګړتيا نه ده رامنځته شوي .
جوادعمر زياته کړه دهيواد جمهور رييس دکانونو دسترو تخنيکې پروژو  دتطبيق اودعينکو دمسو دکان په خاطر جدي دي او په منظم ډول دهيواد په کانونو کې  دکارونو دپرمختګ اوپه تيره بيا دسترو پروژو دکار رپوټ اصلي اولارښوونې کوي  .
له بله پلوه  دملي امنيت شورا ددغې  پروژې د امنيت دتامينولو په خاطر جدي تدبيرونه نيولي دي.
دکانونو وزارت ويندوى وويل: دهېواد جمهور رييس په امنيتي ارګانونو ټينګار کړي دي چې دعينکو دمسو دکان په ساحه کې دامنيتي تدبيرونو ته جدي پاملرنه وکړي  او دزيات خونديتوب په خاطر په ساحه کې دماين پاکولو لومړي دوره بشپړه شوي ده او دويمه دوره يې پيل شوى ده .
ددغو تدبيرونو او لارښوونو په چوکاټ کې دکورنيو چارو او کانونو وزيرانو دعينکو دمسو دکان دساحې دکتنې په خاطر لوګر ته سفر وکړ او دکان اودهغه دشاوخوا ساحو دامنيتي تدبيرونو يې له نږدې وڅيړل.
ديادونې وړ ده  چې دعينکو دمسو کان د را ايستلو کار چې په نړۍ کې دويم سترکان دي درې کاله مخکې يو چېنايي شرکت ته ورکړشو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته