سیاست

دملي وحدت حکومت به دملکي او نظامي کارکوونکو دتقاعد په باب به دقانون حکم تطبيق کړي .

کابل باختر د تلي نهه ويشتمه :
دملي وحدت حکومت به دملکي او نظامي کارکوونکو دتقاعد په باب به  دقانون حکم  تطبيق کړي .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  دجمهوري رياست دويم مرستيال  قانون پوه سرور دانش وايي له نويو ظرفيتونو څخه داستفادې او دقانون دواکمني په مقصد ،  دملي وحدت حکومت دملکي او نظامي کارکوونکو  دتقاعد په باب  دقانون حکم تطبيقوي .
  دجمهور رييس مرستيال  دقانون دواکمني دتطبيق  په برخه کې  دملي وحدت دحکومت  غوڅ هوډ ته  په اشارې سره  په دولتي ادارو کې  ځينې اوسني ستونزې قانوني الزاماتو ته  دنه پاملرنې  زيږنده وبللې  او څرګنده يې کړه چې دملکي اونظامي  کارکوونکو  دتقاعد په باب  دقانون دحکم تطبيق به  په دولتي ادارو کې  دځوانانو دجذب لپاره  زمينه برابره کړي .
  ده  دنوې حکومت جوړول  په هيواد کې دمثبتو بدلونونو پيل وباله او تينګار يې وکړ چې دغه حکومت  په خپلوژمنو ولاړ دي  اوهلې ځلې کوي  چې دخلکو داړتيا وړ  لومړيتوبونه  وڅيړي .
  دغزني ولايت دمالستان ولسوالۍ مشرانو، دتيما ورزشي فدراسيون ، ددايکندي ولايت مشرانو ، دافغانستان  دخلکو داسلامي وحدت ګوند غړو ، دحقوقي زده کړو دملي مرکز استادانو ، دترکمن درې  دځوانانو شورا او دملي اردو  يوشمير  افسرانو په هغو جلا جلا کتنو کې  چې نن يې  دجمهور رييس له مرستيال سره  وکړې  دملي وحدت  له حکومت سره  دملاتړ او همکاري  داعلامولو په ترڅ کې  ، دپوهنې پراختيا او دهغې کيفيت ته پاملرنه  ،  په روغتيايي  خدمتونو دخلکو برلاسي ،  دناامنوسيمو او دعمومي لارو دامنيت تامينول ،  دمواصلاتي واټونو  جوړول ، ددولتي ادارو په جوړښت کې دخلکو عادلانه مشارکت ،  دوړتيا او لياقت  دمعيار له مخې  ددولت دکارکوونکو استخدام ، له فساد سره مبارزه ،  دورزشي ټولنې ملاتړ او دخلکو دسيمه ئيزو ستونزو څيړنه يې  له نوې حکومت څخه  دخپلو غوښتنو په توګه  طرحه  کړې .
  دجمهور رييس مرستيال دې ته په اشارې سره چې په بيلابيلو برخو کې  دافغانستان دخلکو  په زياتو ستونزو  خبر دى ،  دکتنې برخه والو ته ډاډ ورکړ چې دملي وحدت  په حکومت کې  دخلکو  دلومړنيو اړتيا وړ  لومړيتوبونو ته پاملرنه ، دعدالت تامينول  ، له فساد سره مبارزه  ، ددولت دامکاناتو په حدودو کې  دخدمتونو وړاندې کول او د هيوادوالو دحقوقو تامينول به په جدي او غوڅه  توګه تعقيب شي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته