کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ١٥نيټه :
دغزني ولايت په آب بند ولسوالۍ کې نن د يوې ترافيکي پيښې له امله يو تن ووژل شو.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه دآب بند ولسوالۍ په سپين سيمه کې له دوو ګړنديو موټرو سره د يوه بار وړونکي ټيلري موټر د ټکر له امله رامنځته شوه چې له امله يې يو تن ووژل شو او درې تنه نور ټپيان شول.
نوري زياته کړه: د ټيلري موټر چلوونکى د پيښې له سيمې څخه تښيتدلى دى.
پاى ذکرالله
0 د یوې دقیقې څخه لږ