امنیت

دوه تنه پوليسان دسپين بولدک په سرحدي سيمه کې ټپيان شول .

-کابل باختر د لړم  نولسمه :
دقندهار ولايت دسپين بولدک  ولسوالۍ په مربوطاتو کې تيره شپه دپوليسو دځواکونو په سنګرونو دوسله والو طالبانو په ډله ئيز بريد کې دوه تنه طالبان ووژل شول .
دقندهار دوالي وياند صميم خپلواک دباختراژانس خبريال ته وويل دغه پيښه هغه وخت  رامنځته شوه چې يوې ډلې  وسله والو طالبانو په سپين بولدک ولسوالۍ کې دپوليسو په پوستو بريدونه وکړل چې دپوليسو او طالبانو ترمنځ دنښتې سبب شول .
  يوه اړونده خبرځاي  وويل په دې نښته کې وسله والو طالبانو ته دسرزيان اوښتى دى خو دقيق شمير يې معلوم نه دى  او وسله وال طالبان په شاتګ  ته اړ شوي دي
خبرځاى زياته کړه چې په دې نښته کې دوه تنه پوليسان ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته