کابل باختر د کب اووه ويشتمه :
دولس تنه ډار اچوونکي دامنيتي ځواکونو دهغو فعاليتونو په بهير کې وځپل شول چې په تيرو څليرويشتو ساعتوکې دهيواد په څو ولايتونوکې ترسره شول .
دکورنيو چارو وزارت دمطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دغه فعاليتونه دزابل ، فراه ،ارزګان ، هرات ، ننګرهار ، جوزجان ، سرپل ، تخار ،کندز ، غزني ، قندهار او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې ترسره شول چې له امله يې ددولسو تنو ډار اچوونکو په وژل کيدو سربيره پنځه تنه نور طالبان ټپيان اويوشمير نور يې ونيول شول .
دغه راز يوه اندازه وسله اومهمات هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ