کابل باخترد سلواغې نولسمه :
د ننګرهار ولايت په مرکز جلال آباد ښارکې څومطبعې د غير قانوني فعاليتونو په دليل تړل شوي دي.
سيمه ئيز مقامات وايي چې دغه مطبعې له جواز او قانوني سند پرته د ښار په ګوټ ګوټ کې فعاليت کاوه .
دغه پروګرام د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ د رياست په مشرۍ د سيمه ييزو ادارو د يو هيئت له خوا پيل شوى دى .
د ننګرهار ولايت د اطلاعاتو اوفرهنګ رييس اورنګ مختار باختر آژانس ته وويل چې په دغه پروګرام کې تر اوسه پورې دوى د څو مطبعو د دروازو په تړلو اقدام کړى دى .
ده وويل: دغو مطبعو يا جواز نه درلودل او يا په يو جواز سره يې د ښار په څو سيموکې فعاليت کاوه .
مختار وايي: دغه پروګرام به د ښار د ټولو مطبعو تر بشپړ څيړنې پورې دوام وکړي.
0 1 دقیقه لوستل