امنیت

د هېواد په ختیځ کې د طالبانو دوه تنه قوماندانان وژل شوي دي

اسعد اباد باختر د تلې ۱۰ مه
د کونړ ولایت په اسمار او غازي اباد ولسواليو کې ګډو افغان ځواکونو چاڼيزعملیات پیل کړي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه عملیات پرون د ټاکنو لپاره د امنیت د تامينولو او د وسله والو د ځپلو په موخه پیل شوي چې لاهم دوام لري.
له ۲۰۱ سیلاب  قول  اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د ګډو افغان ځواکونو د چاڼيزو عملیاتو په پیلېدو سره بې پيلوټه الوتکې د اسمار ولسوالۍ په کنډرو سیمه کې د وسله والوطالبانو یو ډاټسن موټرپه نښه کړی دى.
سرچینه زیاتوي چې په دغه برید کې د محمد یوسف او ملا ایوب په نامه د طالبانو د سرې قطعې دوه تنه قوماندانان وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته