فرهنګ

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست دډيورند دکرښې ددواړو غاړو خلکو ترمنځ دفرهنګي او ټولنيزو اړيکو په پراختيا باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر  دلړم  درې ويشتمه :
د ډيورند دکرښې ددواړو غاړو دخلکو دبيلابيلو قشرونو  ترمنځ دټولنيزو  او فرهنګي اړيکو دتينګښت په موخه پرون په کابل کې يو کنفرانس جوړ شو .
دباختراژانس دخبر له مخې په دې کنفرانس کې د ډيورند  له کرښې اخوا دشلو ټولنيزو اوفرهنګي بنسټونو استازو او له افغانستان څخه دورته بنسټونو استازو ګډون کړى  و .
دغه کنفرانس داطلاعاتو اوفرهنګ او دقومونو او قبايلو د چارو دوزارتونو په نوښت جوړ شوى و .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات  په دې اړوند دباختراژانس خبريال ته وويل دغه کنفرانس (  فرهنګي  دهليز ، دخلکو ترمنځ دپيوستون په لور )  دپروګرام په چوکاټ کې جوړ شو چې په هغه کې  دډيورند دکرښې له دواړو لورو څخه دخلکو دبيلابيلو قشرونو استازو دفرهنګي همکاريو دپراختيا  دټولنيزو اړيکو دټينګښت او دمدني فعالانو دتجربو دتبادلې په باب خبرې وکړې .
دوى په دې کنفرانس کې دډيورند دکرښې ددواړوغاړو دخلکو ځينې سيمه ئيزې  ستونزې هم په ډاګه کړې او ښوونځي ته دنجونو له يون سره دمخالفت ، په بدو کې دنجونو دورکولو په ګډون له ټولنيزو منفي پديدو سره دمبارزې دلارو چارو او دځينو نورو مسئلو په باره کې چې کولى شي د ډيورند دکرښې  ددواړو لورو خلکو په ژوندانه  ناوړه اغيزه کوي خبرې وشوې .
ډاکتر کمال سادات ددغه شان کنفرانس جوړول ددواړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي او تولنيزو اړيکو دټينګښت دزمينې برابروونکي وبلل او ددغه شان کنفرانسونو دجوړولو په دوام باندې يې ټينګار وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته