کابل / د مرغومي ٤مه / باختر :
شپږ وسله وال طالبان پرون په فارياب کې له پوځيانوسره په نښته کې ووژل شول.
د ٢٠٩شاهين قول اردو وياند باختراژانس ته وويل ؛ جګړه هغه وخت د دغه ولايت دالمار ولسوالۍ په بخاري قلعه کلي کې پيل شوه چې وسله والو طالبانو په يوې امنيتي پوستې بريد وکړ.
خبرځاى زياته کړه: د پوځيانو د مقاومت په پايله کې شپږ وسله وال طالبان ووژل شول او دوه نورسخت ټپيان شول.
ويل کېږي په دې جګړه کې د پوليسو دوه سرتيري هم برسيرن ټپيان شول .
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ