ټولنه

په پکتیکا کې له بې ځایه شویو ګډوالو او راستنوشويومهاجرينو سره مرسته وشوه.

کابل باختر د ليندۍ د مياشتې څوارلسمه
په پکتیکا کې له بې ځایه شویو ګډوالو او راستنوشويومهاجرينو سره مرسته وشوه
د پکتیکا ولایت په ارګون او سروبي ولسوالیو کې له هغو (۲۴۱)کورنیو سره د ملي پيوستون موسسې له لوري مرسته وشوه چې؛ د اومنې او برملې له ولسوالیو څخه ارګون او سروبي ولسوالیو ته کډه شوې وې.
د پکتیکا ولایت د مهاجرينو او بیرته راستنوشو چارو رياست سرپرست  محمد سلیم قاضي خېل د مرستې د ورکړې پر مهال وویل: د ولایتي ادارې  هڅه  به دا وي چې بې ځایه شویو کډوالو ته پر وخت مرستې ورسوي.
ده وویل: دا هغه بې ځایه شوې کورنۍ دي چې د اومنې او برملې له ولسوالیو څخه ارګون او سروبي ولسوالیو ته کډه شوې وې.
ده زیاته کړه چې په دغه پروګرام کې د هرې کورنۍ سره  شپږ زره يو سلو پنځوس افغانيو نغدي مرسته وشوه.
د ملي پيوستون موسسې مسوولینو ژمنه وکړه چې د پکتیکا له ولسونو سره به دا شان مرستو ته دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته