امنیت

ديوې کورنۍ څلور غړي د کابل په اتمه حوزه کې ووژل شول

٢-کابل /دکب ١٩مه /باختر : ديوې کورنى څلور غړي تېره شپه دکابل ښار داتمې حوزې په مربوطاتو کې په مرموز ډول ووژل شول. د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز د باختراژانس له خبريال سره په اړيکه کې دغه پېښه تاييده کړه او ويې ويل: تېره شپه دکابل ښار داتمې حوزې د قلعه برقي په سيمه کې ديوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي دي. هغه وويل چې مړي د څېړنې په مقصد عدلي طب ته وړل شوي او د دغې پېښې د څرنګوالي په باب تراوسه پورې دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي. ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته