کابل باختر د وري اوومه
په ځينو ولايتونوکې دپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهير کې يو تن وسله وال مخالف ووژل شو او څلور تنه نور يي ونيول شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختر اژانس ته خبر ورکړ دملي اردو ځواکونو پرون دکابل ، ننګرهار او زابل دولايتونو په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې له امله يي يو تن وسله وال مخالف ووژل شو څلور تنه ونيول شو ل او يوه اندازه سپکي او درندې وسلې او دواټ ماينونه ترلاسه شوي دي .
ويل کيږي دوه ماينونه چې دوسله والو مخالفينوله خوا دورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد دلغمان اوکونړ دولايتونو په مربوطاتو کې ايښودل شوي وو هم د پوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ