امنیت

څلور تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل – باختر دليندۍدمياشتې ٢٨
څلور تنه وسله وال طالبان په قندهار ولايت کې د ملي اردو د ځواکونو د ځانګړو عملياتو په بهيرکې ووژل شول.
دغه عمليات چې تېره شپه د ژيړي او شاولي کوټ د ولسواليو په مربوطاتوکې ترسره شول؛ په بهيرکې يې دوه تنه يرغلګر د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو يوه قوماندان د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د دغو عملياتو په بهيرکې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول او دوه تنه نور يې ونيول شول.
ويل کيږي يو تن وژل شوى تروريستي بريدونو ته د ماين په جوړولو بوخت و.
د اردو دغه قوماندان وايي چې د دغو عملياتو په بهيرکې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته