فرهنګ

د نوروز د نړيوال جشن د جوړلو د تيارى د کميسيون نولسمه غونډه جوړه شوه

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ١٩
د نوروز د نړيوال جشن د جوړولو د تيارى کميسيون د پوهنې د وزير او ددغه کميسيون د رييس فاروق وردګ په مشرۍ غونډه وکړه.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې: په دې غونډه کې چې د اړوندو وزارتونو معينانو، دکميسيون غړو او د کابل والي عبدالجبار تقوا ګډون کړى و؛ لومړى د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين پوهنمبل نبي فراهي خبرې وکړې ويې ويل: هغه درې دندې چې ددغه کميسيون له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او د نوروز دجشن د جوړولو د عالي کميسيون فرهنګي کميسيون ته سپارلې شوې دي؛ د يوه شعر انتخاب، د يو مستند فلم برابرول او د ملي راډيو ټلويزيون ژوندي خپرونې دي.
دغه راز مستند فلم دکميسيون د غړو په وړاندې نندارې ته وړاندې شو چې له يو لړ اصلاحاتو وروسته تاييد شو.
فراهي زياته کړه چې ملي راډيوټلويزيون بشپړتياري لري چې د راتلوونکى کال د نوروز جشن مراسم په ژوندي توګه خپور کړي .
پوهنمل فراهي څرګنده کړه: د نظر وړ هغه شعر چې د کميسيون له خوا تاييد شوى دى؛ د نوروز د حوزې د هيوادونو په ژبو ژباړل شوى او د بهرنيو چارو د وزارت له خوا به د نوروز جشن له جوړولو مخکې وليږل شي.
وروسته د نوروز د نړيوال جشن د جوړولو د کميسيون رييس فاروق وردګ وويل: د نظر وړ فلم او شعر د تاييد وړ دى او ټاکل شوې ده دوه اوونۍ وروسته د تاييد په مقصد جمهور رييس کرزي ته وړاندې شي.
ده وويل چې د نوروز د جشن نښان هم د (نوروزمبارک) په ليکنه هم تاييدشو. وروسته د ښار جوړولو د چارو وزارت مسوول د ماڼۍ د ساختماني کار د بشپړيدو په باب دغونډې غړوته معلومات ورکړل او ويې ويل: ددغې ماڼۍ کار بشپر شوى او ټاکل شوې ده په بشپړه توګه دکب د مياشتې په ١٥نيټه وسپارل شي.
وروسته امنيتي، روغتيايي، نندارتونونو، تشريفاتو، ورزشي، فرهنګي او د دارالانشا کميټو خپل کاري رپوټونه وړاندې کړل.
په پاى کې دکميسيون رييس دکميټو کارونه مثبت وبلل او په خپل وخت د چارو د ترسره کولو په خاطر يې د  اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته