امنیت

په نورستان کې وسله والو طالبانو ته مرګ ژو بله واوښته .

کابلباختر دثور٢٥
په نورستان ولايت کې د ملي پوليسو د منسو بينو دځانګړو عملياتو په بهير کې ديارلس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ : چې دنورستان ولايت په کامديش ولسوالۍ کې دملي پوليسو د منسوبينو دخاصو عملياتو په بهير کې ١٣ تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دغه عمليات د تيرې شپې له نيمايي څخه پيل او نن سهار ترپنځو بجو پورې يې دوام وکړ او له امله يې اوه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
ويل کيږي چې د وژل شويو کسانو مړي له يوشمير درندو او سپکو وسايلو سره دپيښې په ځاى کې پاتې دي.
دکورنيو چارو وزارت مقاماتو تا ئيد کړه چې په دغو عملياتو کې يو پوليس شهيد شوى او يو بل پوليس ټپي شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته