فرهنګ

د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون پرانستل شو

کابل باختر د چنګاښ دمياشتې٦ نيټه :       
د ښخو د لاسي صنايعو نندارتون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مالي، اداري  او د ګرځندوى معينيت په نوښت د بابر شاه په تجارتي مرکز کې پرانستل شو .
په دې نندارتون کې د جامو او خوراکي توکو په ګډون د ښځوله خوا جوړ شوي  محصولات ننداري ته وړاندې شوي دي .
د باختر آژانس د خبرله مخې:
د دغه نندارتون د پرانستلو په مراسمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت مالي، اداري او د ګرځندوى معينې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او اقتصادي برخوکې د ښځو د رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل: هيله لرم چې د دغه شان نندارتونونو پرانستل چې د هنرمندانه ګوتو حکايت کوي ښه بازار ولري .
دې وويل چې د دغه شان نندارتونونو په جوړولو سره ښځې خپل توليدات پلورنې  ته وړاندې کوي او له دې لارې غواړي خپل توليدات د هېواد په دننه او بهرکې  وپلوري.
دې زياته کړه چې دغه معينيت په پام کې لري چې د صنعتګرو ښځو د ملاتړ په  خاطر د ښځو چارو وزارت، د اطﻻعاتو اوفرهنګ وزارت د ګرځندوى معينيت او د اقتصاد وزارت په همکارۍ د ښځو د لاسي صنايعو يو بورد جوړ کړي چې د دې برخې چارې په همغږۍ سره پرمخ يوړل شوي.
د اجرائيه رياست سلاکارې ګل مکۍ صافي د نندارتون له جوړونکو څخه په منننې سره وويل چې په اوسنيوشرايطوکې د دغه شان نندارتونونو جوړول ښځو ته ارزښتناک دي او په اقتصادي برخه کې دوى پياوړې کوي.
ميرمن صافي زياته کړه چې دولت هم په خپلو پښو د ښځو د دريدو په برخه کې  هلې ځلې کوي .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جندر آمرې محبوبې سعادت د ښځو د لاسي صنايعو د لومړني نندارتون په باب چې د افغانستان د وطني محصولاتو د ملاتړ د بنسټ، د ثنا آفرين دتوليدي شرکت، د مريخ د نوين تکنالوجۍ د شرکت او د ښځو د چارو وزارت له خوا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په مرسته د مور د لوړ مقام د درناوي په مناسبت جوړشوى دى، وويل: ځاى لري چې د دغه نندارتون په  جوړولو سره د مور د لوړ مقام د دغه الهي رحمت او فرشتې او د خپل مور د سرښندنو د درناوي په خاطر چې په يوه لاس زانګو او په بل لاس نړۍ زنګوي، ستاينه وکړو .
په دې غونډه کې د افغانستان د وطني محصولاتو د ملاتړ رئيس حاجي رشتيا،  د افغانستان د صنايعو، کانونو او پانګې اچونې د عالي شورا د عامل رييس محمد شبير بشيري او ثنا آفرين د توليدي شرکت مرستيالې رويا حافظي هم خبرې وکړې .
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته