امنیت

په نورستان کې داوو تنو طالبانو وژل کيدل.

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دهيواد په ختيځ کې نورستان ولايت دنويو تروريستي جګړو ډګر ګرځيدلى دى .
دغه جګړې تيره شپه او نن سهار ددغه ولايت مرکز پارون ښار ته څيرمه او په کامديش ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي .
لومړۍ جګړه تيره شپه دنورستان ولايت مرکز پارون ښار ته څيرمه هغه وخت ونښته چې يوې ډلې طالبانو د پوځيانو په کاروان بريد وکړ .
دافغانستان په ختيځ کې دپوليسو يوه قوماندان باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې جګړه کې څلور تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
ده وويل : دغو وسله والو طالبانو دپوځيانو پرکاروان بريد وکړ چې له غبرګون سره مخامخ شول .
ديوبل خبرله مخې : درې تنه وسله وال طالبان د ډيورند کرښې ته څيرمه په کامديش ولسوالۍ کې له پوځيانو سره په جګړه کې ووژل شول.
دغه طالبان د ډيورند له کرښې څخه له راوښتو وروسته پر يوې امنيتي پوستې بريد وکړ چې له متقابل بريد سره مخامخ شول.
دهيواد په ختيځ کې دپوليسو يه جګپوړى قوماندان وايي : په دې نښته کې ديوه پاکستاني جګړه مار په ګډون درې تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته