امنیت

د پنجشير په امنيې قوماندانۍ راکټي بريد وشو

کابل – باختر د غبرګولى دمياشتې ١٨
د پنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ په مرکز نن سهار راکټي بريد وشو.
ددغه بريد په بهيرکې ددغه مرکز کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى.
دپنجشير ولايت د امنيې قوماندانۍ يو خبرځاى چې د نامه له اخستلو څخه يې ډډه وکړه؛ د باختر آژانس خبريال ته وويل: نن سهار د پنځو بجو په شاوخوا کې ددغه ولايت دمرکز بازارک د پاراى په ساحه کې په امنيتي قوماندانۍ راکټي بريد وشو.
د ده دڅرګندونو له مخې: دغه توغندي چې د دغه مرکز له شمال څخه توغول شوي و؛ په ودانۍ نه دې لګيدلي.
ده زياته کړه: تراوسه پورې د دغه بريدعاملين نه دي پيژندل شوي او امنيتي ځواکونو د هغو د موندلو لپاره په سيمه کې عمليات پيل کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته