امنیت

د هلمند ولايت خلکو د افغان امنیتي ځواکونو سرښندنې وستايلې

کابل باختردکب دمياشتې لسمه
د هلمند ولايت په سلګونو تنو خلکو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې د افغان وسله وال پوځ سرښندنې او اتلولۍ وستايلې.
په هغو مراسمو کې چې د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملي ورځې  په موخه پر ځای شول، د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد، غونډې ته د خبرو پر مهال افغان امنيتي ځواکونه د خاورې او ملت اصلي ساتوونکي وبلل او په دې لاره کې يې د دوی قربانۍ له وياړه ډکې او نه هېردېدونکې وبللې.
ده د هېواد له جهور رييس محمد اشرف غني څخه ځانګړې مننه وکړه چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په نوم يې دغه ورځ نومولې ده.
هغه زياته کړه چې خلکو د خپل وسله وال پوځ په کلکه ملاتړي دي او له دوی سره به تل همکاري کوي.
د هلمند سرپرست غلام محی الدين صديق له خلکو څخه مننه وکړه، چې د خپلو سرتېرو د هڅونې په موخه يې دغه غونډه جوړه کړې ده.
صديق وويل چې له نيکمرغه افغانستان د يوه پياوړي وسله وال پوځ څښتن دی، او دغه پوځ هغه وخت بريالی کېدای شي چې د خلکو همکاري او ملاتړ ورسره وي.
د ولايتي شورا غړي حيات الله مايار وويل، د خوښۍ ځای دی چې خلک د خپلو امنيتي ځواکونو په ملاتړ را غونډېږي او ترې ملاتړ څرګندوي.
ده زياته کړه چې په هېواد کې د شته او روانو پرمختګونو اصلي عاملين وسله وال ځواکونه دي، چې بايد د دوی دغه لاسته راړونې هېرې نه شي.
د غونډې په پای کې د يو شمېر شهيدو سرتېرو له استازو او معلولو سرتېرو سره نغدي مرستې وشوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته