امنیت

دطالبانو يو سيمه ئيز قوماندان په بادغيس کې ووژل شو .

٦٦-کابل باختر د وري  دولسمه
د وسله والوطالبانو يو قوماندان تيره شپه په بادغيس ولايت کې  له افغان ځواکونوسره په نښته کې  ووژل شو .
دغه نښته له هغې وروسته وشوه چې قوماندان ملهم  له خپلو کسانو سره دمقر ولسوالۍ اړوند  د زردک په نامه سيمه کې  دملي اردو دځواکونو په کاروان وسله وال بريد وکړ .
دبادغيس ولايت دپوليسو يو تن چاوراکي باختر اژانس ته وويل په دې نښته کې دقوماندان ملهم درې تنه افراد هم وژل شوي دي .
ده وويل په دې نښته کې دملي اردو ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته