امنیت

دحقاني دشبکې دوه تنه قوماندانان په لوګر کې ونيول شول.

کابل_ باختر دچنګاښ لومړي::
دحقاني دشبکې دوه تنه سيمه ئيز قوماندانان په لوګر ولايت کې دپوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دغه قوماندانان نن سهار دلوګر ولايت دمرکزپل علم  ښار په مربوطاتو کې ددوى په پټنځايونو کې ونيول شول.
باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ، په دغو قوماندانانو کله چې ديو لړ تروريستي  بريدونو په  پلان جوړولو بوخت و،د افغان او د ناټو ځواکونو له  خوا پرې بريد وشو اوونيول شول  .
ناټو وايي چې ددغو عملياتو په بهير کې ددغو قوماندانانو دوه تنه افراد وژل شوي او دوه تنه نور يې  نيول شوي دي .
ويل کيږي دغو قوماندانانو دپل علم ښار په ځينو سيموکې د تروريستي بريدونو درهبري  مسووليت په غاړه درلود .
دخبرپاڼې  دمعلوماتو له مخې، پوځيانوددغو عملياتو په بهير کې  دحقاني دشبکې دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه کړې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته