ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې ديرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٨ :

پنځه تنه په هرات ولايت کې  د يوې  ترافيکي پيښې له امله  ووژل شول او څه ناڅه پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول.

دغه پيښه  نن سهار په کشک کهنه  ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته  شوه  چې دملکي وګړو د سپرلۍ موټر له واټ څخه  ووت او چپه شو.

د هرات و لايت  د ترافيکو يوه مسوول  د باختر آژانس خبريال ته وويل  چې په  دې پيښه کې پنځه تنه  ووژل شول او څه ناخه پنځه ويشت تنه نور ټپيان شول .

د رارسيدلو خبرونوله مخې :  د دغې ترافيکي پيښې  قربانيان او ټپيان د اختر

دمبارکۍ لپاره  دخپلو دوستانو کورونو ته روان وو ، چې دسپرلۍ موټر يې چپه شو.

د هرات  دکشک کهنه ولسوالۍ   په څو روغتيايي مرکزونو کې ډاکترانو د دغې

ترافيکي پيښې د څه ناڅه  پنځو تنو  روغتيايي خراب بللى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته