کابل باختر د وږي څلورمه :
دفراه ښاروالۍ ديرش جريبه دولتي ځمکه له غاصبانو څخه بيرته ترلاسه کړه .
دفراه ښاروال عبدالرحيم اسحق زي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه ځمکې دفراه ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې دپوليسو په مرسته له غاصبانو څخه بيرته ترلاسه شوې .
دفراه ښاروال په دغه ولايت کې د غصب شويو دولتي ځمکو د دقيقو ارقامو په باب څه ونه ويل خو ټينګار يې وکړچې په ډير لنډ ممکن وخت کې نورې غصب شوې ځمکې له غاصبانو څخه بيرته ترلاسه کيږي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ