کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٧ :
اووه تنه وسله وال طالبان په ننګرهار ولايت کې دپوځي عملياتوپه بهېرکې ونيول شول .
دغه عمليات تيره شپه دغني خيلو په ولسوالۍ کې ديرغلګرو په پټنځي او دسپرلۍ په کاروان ترسره شوي دي.
دننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په دغو پوځي عملياتو کې اووه تنه وسله وال طالبان نيول شوي دي .
دوه تنه دغه يرغلګر په داسې حال کې ټپي شوي وو ، دامنيتي مامورينوله خوا نيول شوي دي.
جنرال شيرزاد وايي چې دغه يرغلګر په تروريستي فعاليتونو بوخت وو چې دپوځيانوله خواپرې بريد وشو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ