اقتصاد

کابل ته د اماراتو د هوايي شرکت د الوتکو الوتنه پيليږي

کابل باختر د ليندي دولسمه :
دافغانستان دترانسپورت او هوايي چلند وزارت مقامات وايي چې سرله سبا کابل ته دمتحده عربي اماراتو د هوايي شرکت د الوتکې لومړۍ الوتنه پيليږي .
  دترانسپورت  او هوايي چلند وزارت د خپرونو مسوول باخترآژانس ته وويل: دعربي متحده اماراتو هوايي شرکت کابل ته خپله لومړنۍ الوتنه سبا د ليندۍ د مياشتې په ديارلسمه نيټه پيلوي .
  ده دغه پروګرام يو مثبت پيل وباله چې نور شرکتونه دې ته وهڅوي چې کابل ته خپلې الوتنې پيل کړي .
دمتحده عربي اماراتو دهوايي شرکت الوتنې هره ورځ له دوبى څخه کابل ته او له کابل څخه دوبى ته ترسره کيږي .
دمتحده عربي اماراتو هوايي شرکت په منځني ختيځ کې له ډيرو سترو هوايي شرکتونو څخه دي چې د دوه سوه مدرنومسافروړونکو الوتکو په لرلو سره په اوونۍ کې د نړۍبېلابېلو ښارونو ته څه ناڅه درې زره الوتنې ترسره کوي .
داپه داسې حال کې ده چې د آسيايي او اروپايي هيوادونو ځينو هوايي شرکتونو هم  افغانستان ته دخپلو شرکتونو د الوتنو داجازې دترلاسه کولوغوښتنه کړې ده.
د خصوصي هوايي شرکتونو مسوولين وايي چې بهرنيو شرکتونو ته د اجازې ورکول کورنيو شرکتونو ته زيان رسوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته