امنیت

يودېرش تنه ډاراچوونکي ووژل شول

 کابل باختر دغويي دمياشتې ١٠ نيټه :
يو ديرش تنه ډاراچوونکي پرون په غزني ولايت کې ووژل شول.
د ٢٠٣ تندر قول اردو د دريمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال نظام الدين خنجر باخترآژانس ته وويل ؛ چې دغه ډاراچوونکي د غزني ولايت د خواجه عمري ، اندړو او د قره باغ  د ولسواليو په مربوطاتو کې د افغان ځواکونو په هوايي اوځمکنيو بريدونو کې  ووژل شول.
ده زياته کړه،  په دې عملياتو کې   ٢٢ تنه نور ډار اچوونکي ټپيان  شول او  يو ډار اچوونکى ونيول شو او د دښمن دوه فولډر موټرونه  هم  ويجاړکړاى شول.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته