امنیت

دوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول.

کابل   باختر دلړم دمياشتې ١١
اوولس تنه وسله وال طالبان دافغان امنيتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو په بهير
کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبرورکړ  :
افغان امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ ساعتوکې دغور ،فراه ،هرات ،پکتيا،خوست ، ميدان وردګو ، ارزګان،زابل ، قندهار ،بلخ ، پروان ،او دننګرهار د ولايتونو په مربوطاتو کې چاڼيزو عمليات ترسره کړي دي  چې له امله يې ١٧ تنه وسله وال طالبان  ووژل شول ، پنځه تنه وسله وال طالبان ټپيان او دولس تنه نور وسله وال طالبان ونيول شول.
په دغو عملياتو کې يو شمير سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  دپوليسو منسوبينو دلغمان ،کندز او د زابل  ولايتونو په مربوطاتو کې د وسايطو ضد پنځه ماينونه چې دوسله والو مخالفينو له خوا نوي ځاى پرځاى شوي و کشف او شنډ کړي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته