امنیت

په چاريکارو ښار باندې د طالبانو راکټي بريد د سر زيان نه درلود.

چاريکارښار – باختر دکب دمياشتې ١٥
تيره شپه   د پروان ولايت   په مرکز چاريکارو ښار باندې   دوسله والوطالبانو
راکټي بريد وشو . چې په دې پيښه کې چا ه د  سر زيان نه   دى اوښتى .
په دې بريد کې څه ناڅه دوه توغندي دچاريکارو ښار په برخو لګيدلي دي .
دپروان ولايت يو اړونده مسوول جنرال خليل الله ضيايي په اړيکه کې باختر آژانس
ته  دغه راکټي بريدونه   تاييد کړل خو د توغولو سيمه او له  لګيدو يې   بې خبري وښودله.
د  پروان ولايت مسوولين وايي چې دغو  توغنديو د  سر   زيان نه درلود.
له بلې خوا دافغانستان دجمهوري رياست دانتخاباتو دنوماند استاد سياف دانتخاباتي پيکارونو دستاد مسوولينو ويلي دي چې طالبانو په چاريکارو ښار کې په دغه   دفتر بريد کړى دي  او دغه ادعا  دمسوولينو له خوا رد  شوه.
ختم-شکريه-حامد

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته