سیاست

د خواشينۍ پيغام

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٤
د مجاهد ورور کشمیرخان د وفات په اړه د حزب اسلامي افغانستان او د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجنیر محمدخان پیغام
په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د جهاد د مورچل يو بل تکړه او نوموتی مجاهد، د حزب اسلامي افغانستان ځلانده ستوری او دعوتګر قوماندان الحاج کشمير خان د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړي.
الحاج کشمير خان د هېواد په تاريخ کې هغه مبارزه او مجاهده څېره ده چې د تاريخ زرين بابونه به يې تل په اړه يادونه کوي، ولس به يې کله هم د هغو هڅو څخه انکار ونه کړي چې نوموړي ستر مجاهد د خپل ولس د ازادۍ او استقلال لپاره تر سره کړې.
قوماندان کشميرخان د کمونستي نظام او د… سره پوځ د يرغل پرمهال د کونړ ولايت د جهاد په ګرمو سنګرونو کې د مبارزې نه هېردونکي کارنامې لري چې تېره ورځ دز مري په دريمه نېټه د ۱۳۹۵ لمريز کال يې له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره مخه ښه وکړه
کشمير خان په ټول ژوند کې د يو اسلامي او شرعي نظام د اقامې لپاره نه ستړې کيدونکې هلې ځلې کړې چې د راتلونکي نسل لپاره به د تلپاتې مشال په توګه ثابتې پاتې شي.
کشميرخان په کونړولايت کې د باطل پرضد د جهاد بسنټ ګر د حزب اسلامي افغانستان لخوا د کونړ ولايتي امير، دحزب اسلامي نظامي رئيس، د حزب اسلامي افغانستان مرستيال اوبيلابيلو پوستونو په توګه د نده ترسره کړې وه.
قوماندان کشمير د کونړ ترڅنګ د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د جهاد په دوران کې ډيرسفرونه کړي ددې ترڅنګ چې يو برجسته قوماندان ؤ بلکې يو حليم او برده باره شخصيت ؤ چې هميشه به يې له خپلو همسنګرانو سره نيکه رويه کوله.
د الحاج کشمير خان مړينه د افغان مجاهد ملت لپاره يوه ستره ضايعه بولم خپله خواشيني او غمرازي له ټول مجاهد ملت په تېره بيا د هغه کورنۍ او د کونړ مجاهدينو سره شريکوم او د الله تعالی د لوی دربار څخه غوښته کوم چې تشه يې د ده په څېر په سترو شخصيتونو ډکه کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته