امنیت

په هلمند کې ۹ تنه وسله وال ووژل شول

لښکرګاه باختر د سلواغې ۱۷ مه
د هلمند ولایت په نادعلي،ګرمسیر او سنګین ولسواليو کې ۹ تنه وسله وال ووژل شول،يو تن ټپی شو او د دوی دوه ډاټسن موټر هم له منځه يوړل شول.
چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې افغان ګډو ځواکونو د هلمند په دريو بېلابېلو ولسواليو کې چاڼيز علمیات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې لسو تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وويل چې په دغو عملیاتو کې د وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې سربېره ۲۷ بېلا بېل ماینونه هم کشف او شنډ کړای شوي دي.پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته