نړۍ

دغزې په باب دعربي هېوادونو دبهرنيو چارو د وزيرانو بيړنۍ غونډه

غزه   العربيه باختر دچنګاښ دمياشتې ٢٢ :
دعربو اتحاديې يو ديپلوماتيک خبرځاى نن  اعلام وکړ  چې دعربي هيوادونو دبهرنيو  چارو وزيران  به  د غزې په  تړانګې د اسرائيلو ديرغل پرخلاف   ديو ګډ دريځ دغوره کولو   اود غبرګون   دښودلو لپاره  سبا دمصر په پايتخت قاهره کې  غونډه وکړي .
باختراژانس دعربي خبرځايونو له  خولې خبر راکړ :   دغونډې  جوړيدل  دکويټ په وړانديز چې په اوس وخت کې  دعربو اتحاديې  نوبتي مشرتوب په غاړه لري  شوى دى.
عربي هيوادونو  تر اوسه  پورې  په غزې داسراييلو دبريدونو په وړاندې ګډ غبرګون نه دى ښودلى .
دالعربيه دخبرله مخې : په عربو اتحاديه کې  دکويټ استازي عزيز رحيم الديحاني ددغه خبر په  تائيدولوسره ويلي دي چې کويټ له عربي  هيوادونو څخه غوښتي دي   چې  په غزې داسرائيلو ديرغل او دهغه  دمنفي پايلو په باب بيړنۍ غونډه جوړه کړي.
ديادونې وړ ده دملګروملتو دامنيت شورا  په يوه ويناکې دتاوتريخوالي دپاى ته رسولو ، دامنيت دټينګښت ،  او د ٢٠١٢ ميلادي کال داوربند  دموافقه ليک دبيا اجراکولو غوښتنه کړې ده .
ټاکل شوې ده دامريکا متحده ايالاتو ، بريتانيا، فرانسې او آلمان دبهرنيو چارو وزيران نن  په دې باره کې  وګوري  او خبرې اترې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته