نړۍ

په خيبر پښتونخوا ايالت کې چاودنو دولس تنه ووژل

پيښور باختر د کب لسمه :
د خيبر پښتونخوا ايالت د خيبر ايجنسۍ د جمرود په قبايلي سيمه کې نن په دوو پرله  پسې  چاودنوکې څه ناڅه دولس تنه ووژل شول او څو تنه نور ټپيان شول.
  دغه بريدونه د ماشومانو د فلج يا دګوزڼ د ناروغۍ پرخلاف د واکسيناسيون د يوه ټيم د ساتوونکو د سپرلۍ په دوو موټرو وشول.
باخترآژانس د نيوز نو د خبري سايټ له خولې خبر راکړ: دغه دوه چاودنې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له ډزو وروسته د جمرود په لشوره کلي کې وشوې  چې قربانيان يې د پوليو د ناروغۍ پرخلاف د واکسيناسيون د يوه ټيم يوولس تنه ساتوونکي او يوماشوم و.
  په دغو  بريدونوکې د واکسيناسيون دټيم غړو ته زيان نه دى اوښتى .
ددغه بريدونو مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى، خو د ماشومانودفلج د ناروغۍ پرخلاف د واکسيناسيون پر ټيم او د هغوى په ساتوونکو زياتره د تند لارو له خوا بريدونه کيږي. 
پاکستان يوله هغو دريو هيوادونوڅخه دى چې د پخوا په شان د ماشومانو د فلج ناروغۍ پکې شته.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته