کابل باختردليندۍ دمياشتې٢٦ نيټه :
د افغانستان د ملي امنيت سلاکار له خپل امريکايي سيال سره د ويډيوکنفرانس له لارې خبرې وکړې، د نويو سياسي همکاريو د اجراييوي چوکاټ (د افغانستان او امريکا ترمنځ د دوه اړخيزو همکاريو د ميثاق) په باب خبرې وکړې.
د ملي امنيت شورا د دفتر يو خبرځاى باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دغو خبروکې د افغانستان د ملي امنيت سلاکار محمدحنيف اتمر او د امريکا د ملي امنيت سلاکار مک مستر د سيمې د امنيتي او سياسي حالاتو په باب د خبرو په ترڅ کې په افغانستان کې د سولې د مسئلو، له تروريزم سره د مبارزې او د سيمه ييزو همکاريو په باب خبرې اترې وکړې او په دغو برخوکې يې په زياتو هلو ځلو ټينګار وکړ.
دغه راز د هېواد د ملي امنيت سلاکار له مک مستر سره د دغو اړيکو د دوام په باب هم موافقه وکړه چې په دوامدار ډول په افغانستان کې د امنيت او ثبات د ښه والي په خاطر خبرې اترې وکړي.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل