فرهنګ

د سقوط چوکي فلم په تخارکې نندارې ته وړاندې شو

کابل  باختردوږي دمياشتې٢٠نيټه :  
د ″سقوط چوکي″ هنري فلم په تالقانو ښارکې نندارې ته وړاندې شو .
د تخار پوهنتون رئيس پوهندوى استاد خيرالدين خيرخواه باختر آژانس ته وويل چې        په دې فلم کې د پوهنې ستونزې او په دولتي مقامونوکې د شخصي سليقو پربنسټ د افرادو  ګومارنه انځور شوى دی.
ده د ″سقوط چوکي″ هنري فلم د ټولنې د رښتينو دردونو او کړاوونو منعکس کوونکى وباله.
خيرخواه دغه راز له هغو ځوانانو څخه چې په دې فلم کې يې رول لوبلولی دی، مننه وکړه  او زياته يې کړه: پوه ځوانان تل د ټولنې له نيمګړتياوو څخه ځوريږي .
له بله پلوه د اميد فردا ټلويزيون خبريال او ددغه فلم يو مرکزي لوبغاړی اسدالله زمری وايي: د″سقوط چوکي″ فلم ١٩دقيقه ده او په جوړولو يې څه د پاسه ۴۰ زره افغانۍ لګول شوې دي چې د بشاش هنري ډلې د پروډيسر او غړو له خوا ورکړ شوې دي .
د دغه فلم د نندارې لپاره د دولتي او غير دولتي ادارو رئيسانو، د سيمه ييزو او ملي رسنيو مسوولينو، خبريالانو، د سينما کارکوونکو، مدني فعالانو او ځوانانو ګډون کړى و.
د دغه پروګرام په پاى کې هغه ځوانان چې د ″سقوط چوکي″ په فلم کې يې رول لوبلولی دى، د اميد فردا د راډيو ټلويزيون د رئيس رسول محمد محمدي، محمدي ګروپ، د تخار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست او د شاعرانو او ليکوالو ټولنې له خوا وستايل شول.
پاىجذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته