امنیت

دوه تنه وسله وال طالبان د پوليسو له خوا ووژل شول

کابلباختردميزان٦
دوه تنه طالبان پرون په هلمند ولايت کې دپوليسو دځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
دهلمند د والي ويندوى عمرځواک باخترآژانس ته وويل: دغه جګړه د مارجې ولسوالۍ دکاربيدي په سيمه کې هغه وخت وشوه چې وسله وال طالبانو په سيمه کې د پو ليسو پرپوستې بريد وکړ.
ځواک وويل: د پوليسو د سخت مقاومت له امله دوه تنه طالبان ووژل شول چې مړي يې دجګړې په ډګرکې پاتي و.
ده وويل: د دښمن دوه ميله کلاشينکوفونه هم دپوليسو د ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته