کابل باختر دسلواغي شپږمه
په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسوکې د شموليت په مقصدپه لغمان ولايت کې دکانکور آزموينه واخستل شوه .
د لوړو زده کړو وزارت د آزموينې دکميټي رييس پوهنوال عبدالغياث صافي وويل: په دې آزموينه کې د لغمان ولايت د مرکزاو د اړوندو ليسو د دولسمو ټولګيو دوه زره شپږ سوه درې ويشتو تنو فارغانو ګډون کړى و.
دلغمان پوهنتون رييس عبدالصبورغفوري وويل: همدا اوس دهلکانو اونجونو په ګډون شپږ سوه تنه د لغمان پوهنتون د ادبياتو، ښوونې او روزنې او دکرنې په څانګوکې زده کړه کوي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ