امنیت

په ناړۍ ولسوالۍ کې د دریو تنو طالبانو وژل کېدل

اسعد اباد باختر د زمري ۱ نېټه
د  کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ د ارنډو خوړ په سیمه کې پرون درې  تنه وسله  وال طالبان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي چې دغه وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره د نښتې په ترڅ کې وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو ویاند ډګرمن شېر اغا فقيري د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته