کابل باختر دسلواغې دوه ويشتمه :
په ميدان وردګوکې د طالبانو د جنګي وسايلو يوه ډيپو تېره شپه کشف شوه .
د ميدان وردګو والي عبدالمجيدخوږياڼي باخترآژانس ته وويل چې امنيتي ځواکونو دغه ډيپو د دغه ولايت دمرکز ميدان ښار په مربوطاتوکې په خاصو عملياتو کې کشف کړه .
ده زياته کړه: دغه عمليات دجمهوري رياست او د ولايتي شوراګانو دانتخاباتو د امنيت د لاښه دتامينولو لپاره ترسره شوي و .
دميدان وردګو والي د دغې ډيپودکشفولو لپاره له امنيتي ځواکونو څخه قدرداني وکړه او ويې ويل چې امنيتي ځواکونه دې بايد په دغه ولايت کې دانتخاباتو دترسره کولو په لاره کې زياتې هڅې وکړي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ