امنیت

د يوځانمرګى بريد له امله د ملي اردو څلورتنه سرتيري ټپيان شول

کابلباختر داسد٩
په فارياب ولايت کې نن د يوځانمرګى بريدله امله دملي اردوڅلورتنه سرتيري ټپيان شول.
دفارياب په ولايت کې د ملي اردو دميشتو ځواکونو ويندوى جګړن محمدرضا رضايي باخترآژانس ته وويل: يوځانمرګى بمي يرغلګر نن غرمه د دولسوبجو او څلويښتو دقيقو په شاوخواکې د المار ولسوالۍ په صرف علي سيمه کې په خپل بدن کې ځاى پرځاى شوى بم دملي اردو د سرتيرو دکاروان په وړاندې وچاوه او له امله يې څلورتنه سرتيري سخت ټپيان شول.
ويل کيږي چې په دې پيښه کې د ملي اردو دسرتيرودسپرلۍ دوه موټرونه هم ويجاړ شوي دي.
په همدې حال کې عيني شاهدان وايي چې په دې ځانمرګى بريدکې د ملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان او دوه تنه نور يې ټپيان شوي دي.
له بلې خوا هم په فارياب کې د يو روغتيايي مرکز ډاکترانوپه دې پيښه کې د ټپي سرتيرو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
دفارياب سيمه ييزمقامات وايي چې دغه ځانمرګى بريدپه ښکاره دهغو پوځي عملياتو د اغيزمنتوب د کمښت لپاره وشو چې له دريو ورځو را په ديخوا د المارولسوالۍ په مربو طاتو کې دوام لري.
په دغوعملياتوکې چې د ملي اردو او پوليسو ځواکونه ګډون لري؛ تراوسه پورې ديارلس تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته