فرهنګ

دروزنيز کورس دشاملانو تصديق ليکونه وويشل شول .

کابل باختر دثور اوولسمه :
دهغه روزنيز کورس تصديق ليکونه چې دملي ارشيف  کارکوونکو ته  جوړ شوى و  نن وويشل شول .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې، په دې روزنيز کورس کې دسندونو دراټولولو ، دسندونو دتشريح کولو ، دسندونو دترميمولو او دتاريخي سندونو دساتنې دلارو چارو په باب  خبرې وشوې .
  په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت په ملي ارشيف کې جوړه شوې وه دملي ارشيف  رييسې  معصومې نظري  خبرې وکړې او ويې ويل دهغه تفاهم  له مخې چې په ٢٠١٤ ميلادي کال کې دهندوستان دملي ارشيف  له مسوولينو سره شوى و  دغه روزنيز مسلکي کورس  دهندوستان دملي ارشيف  دبرخې ددريو تنو ماهرانو په همکارۍ دملي ارشيف  کارکوونکو ته جوړ شو .
دغه راز په دې غونده کې  دهندوستان دملي ارشيف  مرستيال په خبرو کې  دافغانستان  په فرهنګي برخو په تيره بيا ددغه هيواد دملي ارشيف  دکارکوونکو دروزنې په برخه کې دخپل هيواد په همکاريو باندې ټينګاروکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته