سیاست

تبصره

کابل باختردوږي دمياشتې ١٤ :
ټاکل شوې  ده دافغانستان اوايران دګډ کميسيون څلورمه غونډه سبا په کابل کې  جوړه شي
په دې غونډه کې  به  چې ددواړو هيوادونو دبهرنيو چارو دوزيرانو په کچه  دجګپوړو کارپوهانو په ګډون جوړيږي   دافغانستان اوايران ترمنځ دسياسي ، تجارتي ، فرهنګي  اواقتصادي اړيکو دپراختيا په باب به خبرې وشي.
دباختراژانس دسياسي  برخې مبصرليکي :  افغانستان او ايران دوه مسلمان هيوادونه دي چې زياتره مشرکات هغوى ته پيوند ورکوي ، داسې فرصتونه لري چې په بيلابيلو برخو کې خپلو همکاريو ته پراختيا ورکړي  اودسيمه ييزې همکارۍ دودې اوپراختيا په لاره کې  ګام واخلي  اوګډه جغرافيايي پوله ، ژبه ، فرهنګ  او دين لري اواقتصادي تړلتياوي هغه زمينې دي چې کولاي شي  ددغو دواړو هېوادونو اړيکې اوارتباطات  په مناسب تګلوري    کې چې د دواړو هيواد ونو ګټې تامين کړي.
دافغانستان داسلامي جمهوري دولت سوله ييز ګډژونداودسيمه ييزو همکاريو وده چې ديو اصل په توګه يې په خپل  بهرني سياست کې  ځاى کړي دي اوتل يې هلې ځلې کړي دي چې دبحران درامنځته کولو پرځاى  د ګډ ژوند اوزغم منلو لاس پورې کړي .
له خپل لويديځ ګاونډي  دايران له اسلامي  جمهوريت سره دافغانستان اړيکي دافغانستان په بهرني سياست کې ځانګړي ځاى  لري چې هيڅکله دنړيوالو پرمختياو تراغيزې لاندې  نه دي راغلي ايران چې دافغانستان په بيارغاونه کې بې مناسبه ونډۀ لري دسياسي اړيکو ترڅنګ له دغه هيواد سره تجارتي اړيکې دودې په  حال کې  دى له ايران سره زموږ دتجارتي مالونو دراکړې ورکړې  اندازه په کال کې يونيم مليارده ډالرو ته رسيږي دغه هيواد داسلام قلعه هرات ښار داوسپنې دپټلۍ په غځولو کې اساسي ونډه لري اودچاه بهار بندر دجوړولو اودمعياري کولو په برخه کې  چې افغانستان له تودو اوبو سره نښلوي هلې ځلې کوي.
هغه هلې ځلې چې کابل  هغه په مثبت نظرسره  تعقيبوي ځکه دسيمې دهيوادونو اقتصادي همکاري  زيات نږدې کوي دغه شان اړيکې هيوادونه دمقابلې پرځاى دګډ ژوند اوزغم منلو په لور راکاږي  اودپولي اخوا همکاريو لپاره زمينه برابروي  هيله ګيږي دګډ کميسيون څلورمه غونډه  دافغانستان او ايران ترمنځ داقتصادي فرهنګي اوتجارتي اړيکې زياتې پياوړي کړي او په قونسلي اونورو برخو کې دزياتې همکاري ز مينه برابره شي .
په داسې حال کې چې افغانستان اوايران  له يوبل سره نږدي اړيکې لري چې په ايران کې  دافغان مهاجرو دستونزو حلول اوله ايران څخه دافغانستان دترانزيت حق دتشي درامنځته کولومخنيوي وکولاي شي دغه اړيکوته زياته وده ورکړي.
ديادونې وړ ده چې دافغانستان او ايران ګډ کميسيون په بيلابيلو برخو کې  ددواړو هيوادونو داړيکو  دپرمختيا په مقصد په  ١٣٨٣  کال کې جوړشو دغه کميسيون تراوسه پورې درې غونډې کړي دي چې دوه يې په ايران اويوه يې هم په کابل کې جوړه شوې  ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته